ایکنا نیوز د ګارډيّن له قوله راپور راکړی،ملګرو ملتو اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې د غزې په روغتون باندې د دغه رژیم د پوځ د برید په اړه د هغوی څېړنې باید حقیقي پایلې ولري.
د ملګرو ملتو اړونده مسئولانو ویلي، اسرائیل دې نه یوازې دا چې باید په غزې کې د غیرقانوني وژنو په اړه، لکه د تېرې ورځې په روغتون باندې برید چې د خبریالانو پشمو ل د ۲۰ کسانو د وژل کېدو لامل شوی، څېړنه وکړي، بلکې باید ډاډ ترلاسه کړي چې دا څېړنې پایلې ورکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د دفتر ویاندې ثمین الخیطان، وویل: د غزې په جګړې کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو لوړ شمېر «د خبریالانو د ټارګټ کولو په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کوي».
د اسرائیلو لخوا د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې پر ناصر روغتون برید د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل، چې پکې پنځه خبریالان هم شامل دي، او دغه برید نړیوال غبرګونونه راوپاراول. رویټرز، اسوشیټډ پریس او الجزیره ټولو د خپلو وژل شویو همکارانو په اړه د غمرازۍ بیانونه خپاره کړل، په داسې حال کې چې د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د دې پېښې په اړه به څېړنه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4301798